د ولسمشرۍ د احتمالي نوماندانو د اسنادو ارزول بشپړ شول

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د احتمالي کاندیدانو یو انځور

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د احتمالي کاندیدانو د اسنادو ارزول‌یې بشپړ کړل او وروستۍ نتیجه‌یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته واستوله.

د دغه کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، د لسمشریزو احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څېړلو کمېټې د دولت له اړوندو ارګانونو سره د کاندیدانو اړوند ټول مسایل شریک کړي او د هر یوه په اړه‌یې کره معلومات ترلاسه کړي.

ښاغلي الیاسي وویل، د دغو کاندیدانو د نهايي لېست اعلانول د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دنده ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل، څرنګه چې موضوع ډېره تازه ده، لېستونه به په دقت سره مطالعه او اعلانولو ته به‌یې تصمیم ونیول شي.