ایرلنډ کې د «لېرا مک‌کې» د قتل په تړاو یوه مشکوکه ښځه نیول شوې

ژورنالېسته «لېرا مک‌کې»

په شمالي ایرلنډ کې پولیسو یوه مشکوکه ښځه د ژورنالېستې «لېرا مک‌کې» د قتل سره په تړاو نیولې ده.

«لېرا مک‌کې» تېره اوونۍ په لندن دیري ښار کې په یوه مظاهره کې ووژل شوه.

د شمالي ایرلنډ پولیسو ویلي چې له دې پېښې سره په تړاو یوه ۵۷ کلنه ښځه نیول شوې، خو نوم‌یې نه‌دی خپور کړی.

د پولیسو په بیان کې چې نن د اپرېل په ۲۳مه خپور شو، ویل شوي چې دا ښځه د ترورېزم پر ضد د مبارزې د قانون له مخې نیول شوې ده.

تر دې وړاندې دوه نارینه هم پولیسو نیولي و، خو وروسته‌یې خوشې کړل.

د ایرلنډ د جمهوريت پوځ له ډلې «IRA» یوې راجلا شوي ګروپ چې ځان ته نوې «ای. ار. اې» وايي، منلې چې مک‌کې د دې ډلې یوه غړې وژلې ده.

مک‌کې ۲۹ کلنه وه.

هغه په بریتانیا کې د ميډيا ګېزر په نوم خبري وېب‌سایټ ته کار کاوه.

د هغې قتل په ایرلنډ، انګلستان او ټوله نړۍ کې ډېر خلک متأثره کړي دي.