د سریلانکا په خونړیو چاودنو کې د مړو شمېر ۳۱۰ ته لوړ شوی

ارشیف، د سریلانکا یوه کلیسا چې چاودنه په‌کې شوې وه. April 22, 2019

په سریلانکا کې په وروستیو خونړیو چاودنو کې د مړو شمېر ۳۱۰ ته لوړ شوی دی.

د پولیسو په وینا، ۵۰۰ تنه زخمیان دي.

د یکشنبې په ورځ چې د نړۍ عیسویانو د ایستر مذهبي مراسم ترسره کول، د سریلانکا په پلازمېنه، کلمبو کې پر کلیساوو او لُکسو هوټلونو نهه چاودنې وشوې.

د سریلانکا پولیسو نن د اپرېل په ۲۳مه وویل چې سلګونه زخمیان لا هم په روغتونونو کې بستر دي.

پولیسو ویلي چې د حملو په تړاو یې تر اوسه ۴۰ مشکوک کسان نیولي دي.

په سریلانکا کې نن د قربانیانو د درناوي لپاره ملي ماتم اعلان شوی دی.

د هغه هېواد ټول ولس نن درې دقیقې سکوت وکړ.

د حملو مسؤلیت رسماً کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

په سریلانکا کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د سریلانکا د جمهوري ریاست ویاند، راجیثا سیناراتني ویلي چې حملې د افراطي اسلام‌پالو یوې ډلې چې "جماعه‌التوحید الوطنیه" ورته ویل کېږي، کړې دي.

سریلانکا ۲۲ میلیونه وګړي لري چې اکثر بودایان دي.

د سریلانکا ۱۲ فیصده وګړي مسلمانان، مسیحیان او هندوان دي.