پوتین او کېم جونګ اون په ولادي واستوک ښار کې سره ګوري

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون «ښی» او د روسیې ولسمشر پوتین

د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن د اپرېل په ۲۳مه وویل چې د کمونېست رژیم مشر کېم جونګ اون به ډېر ژر روسیې ته ولاړ شي.

د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس په وینا، کېم جونګ اون د روسیې د ولسمشر په بلنه هغه هېواد ته ځي.

دې خبري اژانس ویلي چې کېم به په نږدې وخت کې روسیې ته ولاړ شي، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.

کرملېن د اپرېل په ۱۸مه ویلي و چې د شمالي کوریا د رژیم مشر به د اپرېل میاشتې په دوهمه نیمايي کې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته ورشي.

د روسیې ورځپاڼې کومېر سانټ نن ویلي چې پوتین او کېم جونګ اون د اپرېل په ۲۵مه، په ولادي واستوک ښار کې سره ګوري.

ورځپاڼې د دوو سرچینو په حواله چې د دې کتنې لپاره تیاری نیسي، دا خبر خپور کړی دی.