د کندهار ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایله اعلان شوه

د انتخاباتو کمېسیون کارکوونکي ډېټابېس ته د انتخاباتي معلوماتو د داخلولو پر مهال، ۲۰۱۸ کال د اکټوبر ۲۴.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

له دغه اعلان سره د اعلان شویو ولایتونو شمېر ۲۸ ته ورسېد.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې هڅه کوي څو د پنجشنبې تر ورځې د پاتې ۵ نورو ولایتونو وروستۍ پایلې هم اعلان کړي او دغه لړۍ پای ته ورسوي.

  • سید مقتدا میران
  • محمود خان نصرت
  • روح‌الله خان‌زاده
  • حاجی سید احمد خادم
  • ګل احمد کمین
  • سید احمد سېلاب
  • خلیل احمد مجاهد
  • محمد عارف نورزی
  • فریبا احمدی کاکړ
  • ملالۍ اسحاق‌زۍ
  • او پروین نامه

    د کندهار د استازو په توګه ولسي جرګې ته لاره وموندله.

د ولسي جرګې انتخابات د تېر لمریز کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه په ۳۲ ولایتونو، خو د کندهار له یوې اوونۍ ځنډ وروسته ترسره شول.