شمالي کوریا نن د سې شنبې په ورځ تأیید کړه چې د دې هېواد رهبر کېم جونګ اون به ډېر ژر روسیې ته سفر وکړي.
د شمالي کوریا خبري اژانس «KCNA» راپور ورکړی چې کېم ته د مسکو د سفر بلنه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورکړې ده، خو اژانسیې دقیقه نېټه نهده ښودلې.
راپور زیاتوي چې کېم او پوتین به د دې سفر پر مهال خبرې وکړي.
کرملېن د پنجشنبې په ورځ پر خپله وېبپاڼه خبر ورکړ چې کېم به د روانې اپرېل میاشتې په دوهمه نیمايي کې مسکو ته سفر وکړي.
د دې سفر خبر پهداسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا حکومت د کوریا په ټاپو وزمه کې د اټمي وسلو د کړکېچ د ختمولو لپاره له پیونګ یانګ سره د یوې معاملې هڅه کوي.
د ټرمپ او شمالي کوریا د مشر دوه مخکېنۍ سرمشریزې بېنتیجې پای ته ورسېدې.