د سولې مشورتي لویې جرګې په سلو کې ۳۰ ګډون کوونکې ښځې دي.
ټاکل شوې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د ثور په نهمه په کابل کې وشي.
د جرګې د جوړولو د کمېسیون لومړی مرستیال ضیاالحق امرخېل پرون د اپرېل په ۲۲مه، ازادي راډیو ته وویل:
"دې جرګې ته کافي تدابیر نیول شوي، په نهمه د ثور به ترسره کېږي او څلور ورځې به دوام کوي."
د سولې مشورتي لویه جرګه به د افغانستان حکومت ته مشوره ورکوي چې له طالبانو سره د سولې پروسه څرنګه پر مخ یوسي.
ضیاالحق امرخېل وویل، طالبان او نورې ډلې له حکومت سره له خبرو پرته بله هېڅ لار نهلري.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه رسماً د افغانستان له حکومت سره د مذاکرو کول نهدي منلي.