"م.م": عبدالله خنجاني سره د زور زیاتي راپورونه د اندېښنې وړ دي

ارشیف، د یک ټلوېزیون مسؤل مدیر عبدالله خنجاني له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر له افغان خبریال، عبدالله خنجاني سره د زور زیاتي راپورونه د اندېښنې وړ بللي دي.

عبدالله خنجاني په کابل کې خصوصي ټلوېزیون "یک " ته کار کوي.

یوناما پر ټویټر لیکلي دي:

"ټولې خواوې باید د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع وکړي."

عبدالله خنجاني پرون د اپرېل په ۲۲مه ادعا وکړه چې د افغانستان د جمهور رئیس ساتونکو وهلی او هغه ته‌یې سپکاوی کړی دی.

د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري له خنجاني معذرت وغوښت او له هغه سره د شوي چلند په اړه‌یې د څېړنو ژمنه وکړه.

د بې‌سرحده خبریالانو نړیواله اداره وايي چې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له ډېرو خطرناکو هېوادونو څخه دی.