عبدالعزیز ابراهیمي: د کندهار د انتخاباتو پایلې به ژر اعلان شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 23Jan 2019

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ډېر ژر به په کندهار کې د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې اعلان کړي.

د کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې نن سې شنبه ښايي د کندهار بریالي وکیلان معرفي شي.

ابراهیمي پرون د اپرېل په ۲۲مه ازادي راډیو ته وویل:

"فعلاً، کندهار په تطبیقاتو کې دی چې که نن یا په نږدې وخت کې به‌یې پایلې اعلان شي، څلور ولایتونه او د کوچیانو حوزه تر کار لاندې پاتې کېږي."

د عبدالعزیز ابراهیمي په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د څېړنو راپور ته معطل دی او تر هغه وروسته به په پاتې سیمو کې هم د ټاکنو پایلې اعلان شي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ویلي چې د افغانستان نوې ملي شورا به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پرانیستل شي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال، د اکټوبر په ۲۰مه وشوې او په ځیني سیمو کې د ستونزو له امله، دا پروسه یوه ورځ تمدید شوه.

غزني یوازنی ولایت دی چې د امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله په‌کې انتخابات ونه‌شول.