په سوډان کې پوځي مشران: مظاهره‌چیان دې په بېړه لارې خلاصې کړي

ارشیف، د سوډان په خارطوم کې مظاهره‌چیان, April 14, 2019

په سوډان کې پرون د دوشنبې په ورځ وروسته له دې چې پوځي مشرانو مظاهره‌چیانو ته د لارو د ژر تر ژره خلاصولو او د موانعو د لیرې کولو امر وکړ، د نورو ناکراریو راپورونه ورکړل شوي دي.

د سوډان له پلازمېنې خارطوم څخه بهر زرګونه مظاهره‌چیانو پرون یو ځل بیا لاریون وکړ.

په وېډیويي تصاویرو کې محصلین ښکاري چې د پورت سوډان په بندري ښار کې لاریون کوي او انقلاب نارې وهي.

عمرالبشیر د اپرېل په ۱۱مه د خلکو د مظاهرو په پای کې له واکه لیرې شو او پوځي شورا واک په لاس کې واخیست.

د مظاهره‌چیانو استازو د یکشنبې په ورځ د پوځي شورا له غړو سره خبرې وکړې، خو بې‌نتيجې وې.

اعتراض کوونکي چې دا خبرې یې ځنډولې دي وايي، پوځي شورا ملکي حکومت ته د واک د ژر تر ژره سپارلو لپاره غوښتنې نه‌دي منلي.