د هلمند ځوانان د مطالعې د ترویج له‌پاره کتابونه راټولوي

د هلمند ولایت ځوانان په ګرځنده کتابتونونو کې, 23 April 2019

د هلمند ولایت ځوانان د مطالعې د ترویج له‌پاره کتابونه راټولوي.

په لښکرګاه کې یوه ډله ځوانان چې د پوهنتون استادان هم ورسره ملګري دي په عامه پارکونو کې کتابونه ږدي چې هم ځوانان مطالعې ته تشویق کړي او هم د دوی کتابتون ته کتابونه ډالۍ کړي.

هغه کسان چې د دغه سیار یا ګرځنده کتابتونونو څخه لیدنه کوي دا کار ستایي او نورو ته هم بلنه ورکوي چې راشي، هم کتاب مطالعه کړي او هم کتاب ډالۍ کړي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي پرې مفصل راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

هلمند راپور