چارواکي: په ننګرهار کې د داعش له‌خوا برمته شوي ۲۴ کسان خوشې شوي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

افغان چارواکي وايي، په ننګرهار کې د داعش له‌خوا برمته شوي ۲۴ کسان خوشې شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، د چپرهار ولسوالۍ د سلوزو قوم دا ۲۴ قومي مشران او سپین ږیري چې داعش برمته کړي وو، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشې شوي دي.

ده وویل:

"۲۴ کسان نن د چپرهار ولسوالۍ سلوزو سیمه کې داعشیانو برمته کړي وو، دا ټول قومي مشران وو او داعش ډلې غوښتل چې یوې سیمې ته یې انتقال کړي، له اووه نیمو بجو مخکې پرې عملیات وشول، ځینو سیمو کې نښته هم وشوه."

د نوموړي په وینا، د دې کسانو د خوشې کولو لپاره په عملیاتو امنیتي ځواکونو د داعش له وسله‌والو سره نښته هم کړې چې په وینا یې، درې تنه د داعش وسله‌وال وژل شوي او یو ملکي کس ټپي شوی دی.

تېره ورځ په همدې ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ هم نښته شوې وه چې د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، په‌کې ۱۵ تنه وسله‌وال وژل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې پر طالبانو سربېره د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش وسله‌وال هم فعالیت لري.