ملي امنیت ریاست وايي، د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له یوه اندازه جنګي وسایلو سره نیول شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼه کې ویلي، ملا عبدالغفور د طالبانو لهخوا د موسی کلا لپاره نومول شوی ولسوال و چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې له وسلو، چاودېدونکو موادو او وسایطو سره نیول شوی دی.
هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په زیاته برخه کې یې وسلهوال طالبان فعال دي.