"IPL": نن راجستان رایلز او ډېلي کپيټلز لوبډلې سره مخ کېږي

د رایل چلنجرز لوبډلې یو تن لوبغاړی

د هندوستان د کرکټ په غوره‌لیګ سیالیو یا د «ای. پي. اېل» په ۴۰مه لوبه کې به نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۲» راجستان رایلز او ډېلي کپيټلز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

ډېلي لوبډلې په روانو لوبو کې تر دې دمه ۶ لوبې ګټلي، خو راجستان بیا د درېیو لوبو په ګټلو سره تر نورو لوبډلو وروسته، خو تر رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې وړاندې ده.

د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبه کې بیا سنرایزر حیدراباد کلکته نایټ رایډرز لوبډلې او رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې چنای سوپر کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

که څه هم چنای لوبډله د دې سیالۍ په بایللو سره لا د سیالیو د جدول په سر کې ځای لري، خو حیدراباد لوبډله بیا په‌دې بریا سره له پنجاب لوبډلې وړاندې شوه او د جدول څلورم ځای يې خپل کړ.

تر دې دمه چنای لومړی، ممبی دوهم، ډېلي درېیم او حیدراباد لوبډله څلورم مقام لري.