رستمي: په بامیان کې ښځو ته ۶۰۰ کورني باغچې جوړېږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. ۲۳ جنوري ۲۰۱۸

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په بامیان ولایت کې ښځو ته ۶۰۰ کورنۍ باغچې جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۲» ازادي راډيو ته وویل، دغه باغچې چې هدف‌یې د ښځو د اقتصاد پیاوړتیا ده د بامیانو ولایت په مرکز او د یکاولنګ او سیغان په ولسوالیو کې جوړېږي.

دی وايي:

"د نورو پروژو تر څنګ کورنۍ باغچې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ګټورې تمامېږي، هڅه کوو څو دا پروژه اوږدمهاله شي."

نوموړي وویل چې د دغو باغچو تر څنګ مېرمنو ته د خوړو د پروسس توکي هم وېشل شوي.

له دې پروګرام څخه برخه‌مند شوي کسان د یوې سروې له مخې ټاکل شوي دي.