د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، په هېواد کې د ناامنیو له امله یو شمېر افغان سوداګر او پانګهوال خپلې پانګې له هېواده بهر باسي.
د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجياغا نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۲» ازادي راډيو ته وویل چې پهدې وروستیو کې د یو شمېر سوداګرو زامن تښتول شوي چې دې کار د سوداګرو اندېښنې راپارولې دي.
نوموړی وايي:
"دا د افغانستان په اقتصاد ناوړه اغېز کړی، اکثرو سوداګرو خپلې پانګې له هېواده بهر کړي، که زموږ امنیت خوندي نهشي، پاتې پانګې به هم بهرنیو هېوادونو ته انتقال شي."
افغان پانګهوال او سوداګر وايي، سږ کال په هېواد کې د پانګهوالو د تښتولو او ګواښلو پېښې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاتې شوي چې د پانګهوالو او تولیدي فابریکو پر فعالیتونو یې ناوړه اغېز کړی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې د هېواد د پانګهوالو او سوداګرو خوندیتوب د دوی مکلفیت دی او پهدې برخه کې جدي اقدامات پیل شوي دي.