په سمنګان ولایت کې د سکرو ایستلو په یو خپلسري کان کې اته کان کیندونکي مړه شوي دي.
د سمنګان د ولایتي شورا رئیس حاجي راز محمد نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پېښه پرون ناوخته شوې او اته تنه کان کیندونکې په کان کې د کارکولو پر مهال زهرجنو ګازو وژلي دي.
نوموړي زیاته کړې، د وژل شویو کان کیندونکو مړي د یو نیم زر متره ژور کان څخه ایستل شوي دي.
د سمنګان په شمول د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې د ځايي زورواکو لهخوا کانونه په خپل سري او غیرې فني توګه راسپړل کېږي چې د کارکونکو د خوندیتوب لپاره د تدابیر نشتوالی ډېر کله د عادي مزدورکارو کان کیندونکو د ژوند په بېه تمامېږي.