داعش یا د اسلامي دولت ډلې په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت د شنبې ورځې حملې مسؤليت ومانه.
دغې ډلې په هغه اعلاميه کې چې په خپل خبري اژانس اعماق کې يې پرون خپره کړې ويلي چې څلورو حمله کوونکو يې دغه بريد کړى دى.
بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر وزارت د شنبې ورځې په بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰ ته ورسېد.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د اتو ټپي شويو ملکیانو له ډلې درېیو پرون يکشنبه د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
هغه وویل چې په دغه ډلهييز برید کې ټولټال درې افغان پوځیان او ٧ ملکیان وژل شوي دي.
د شنبې په ورځ وسلهوالو بریدګرو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت بريد وکړ چې برید تر څو ساعتونو وروسته د ټولو حمله کوونکو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.