رستمي: سږ کال به پر ۳۰ زرو بېوزلو کورنیو د چرګانو فارمونه ووېشل شي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې به پر ۳۰ زرو بېوزلو کورنیو د چرګانو فارمونه ووېشل شي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د چرګانو دغه فارمونه په بېلابېلو ولایتونو کې په هغو مېرمنو وېشل شوي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی.

ده وویل:

"په مجموعي ډول سږکال پر ۳۰ زرو کورنیو په دایکنډي، بدخشان، نیمروز، ارزګان، کابل، هرات، کونړ، خوست، بلخ، کندز او ننګرهار کې وېشل کېږي."

د دې پروژې له پلي کولو څخه هدف د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول، د کورنیو د خوړو خوندیتوب او له دې لارې د بېوزلو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، تېر کال هم پر ۵۴ زرو بېوزلو کورنیو باندې د چرګانو فارمونه وېشل شوي وو.