د افغانستان سرحدي ځواکونه وايي چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو له کبله ١٥ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د سرحدي ځواکونو د لوا قوماندان جنرال محمد ایوب حسینخېل پرون د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"له مخالفانو سره د سهار پر نهو بجو جنګ شروع شو. تر څلورو بجو پورې د للمې او غلام ډاګ ساحه د افغانستان د نظام د دښمنانو له وجوده تصفیه شوه. د افغانستان د نظام د دښمنانو له جملې چې دوه پهکې عمده قوماندانان وو، ۱۳ تنه نور د دوی افراد لهمنځه لاړل او له ۲۰ زیات کسانیې ټپيان شول."
ښاغلي حسینخېل تأیید کړه چې یو افغان سرتېرى هم په پوځي عملياتو کې وژل شوی دى.
حسینخېل وویل، د ختیځو ولایتونو په ټولو ناامنو سیمو کې عملیات کوي، څو د وسلهوالو مخالفینو له وجوده تصفیه شي.
ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي، ادعا کړې چې په چپرهار کې پرون د یکشنبې په ورځ افغان ځواکونه د دوی پر کمین برابر شوي او په نتیجه کې یې ۱۶ افغان پوځیان وژل شوي دي.
افغان پوځیانو د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.