ملي امنیت: د موسى کلا لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال نيول شوى

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، د هلمند ولايت د موسى کلا ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال نيول شوى دى.

دغه رياست نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې ملا عبدالغفور له ځينو وسلو او مهماتو سره په ځانګړو عملياتو کې نيول شوى دى.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.