نوري: د غزني د امنیې قوماندانۍ د ښوونې او روزنې د امر قاتل نیول شوی

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري

د غزني ولايت چارواکي وايي، د امنيې قوماندانۍ د ښوونې او روزنې د امر څارمن شاپور بختيار او د دوو نورو پولیسو قاتل يې نيولى دى.

څارمن بختیار يوه اوونۍ وړاندې ښار ته څېرمه په البيروني ښارګوټي کې ووژل شو.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن يکشنبه خبریالانو ته وویل:

"نيول شوى کس محمد خالد نومېږي او د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى چې دمګړۍ یې د غزني ښار په البيروني ښارګوټي کې ژوند کاوه."

نیول شوي کس هم خبریالانو ته وویل، مشر یې ورته د شاپور د وژل کېدو په بدل کې زر پاکستانۍ کلدارې انعام ورکړ او د دوو پولیسو په بدل کې یې هم زر افغانۍ انعام ورکړی و.