د سولې د ولسي حرکت غړو په هلمند کې د حکومت او طالبانو د عملیاتو په ضد لاریون وکړ.
د دې حرکت غړو چې ګڼ شمېر ماشومان او ښځې هم ورسره ملګري وو، شعار ورکاوه چي د حکومت خالد او د طالبانو الفتح عملیات دخلکو د وژلو لپاره دي، ګټه نه لري.
دوی د تل په څېر د دواړو غاړو ترمنځ د سولي د خبرو د پیل غوښتنه وکړه او په خبره یې چې د بین الافغاني سولې لپاره په ټپه درېدلې چارې دې بېرته شروع شي.
په دې اړه نور حال د الیاس داعي په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د هلمند راپور