د ملي اردو چارواکي وايي، په ارزګان کې ۹ وسله وال وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه په ارزکان ولایت کې

د ملي اردو چارواکي وايي، په ارزګان ولايت کې ۹ وسله وال وژل شوي دي.

دغه پوځي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او دهراود ولسوالۍ کې شوي دي.

د افغانستان په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيى علوي نن وويل، په دغو عملياتو کې د وسله والو يوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.