په اوکراين کې نن د جمهوري رياست د ټاکنو دوهم پړاو ترسره کېږي

ارشیف، د اوکراین د ولسمشریزو انتخاباتو د رأیې ورکونې د یوه مرکز انځور

په اوکراين کې خلک نن د جمهوري رياست د ټاکنو په دوهم پړاو کې خپلې رأيې کاروي.

دغه ټاکنې ممکن د اوسني ولسمشر پټرو پروشينکو سياسي برخليک مشخص کړي چې يو له کانديدانو دى.

نظرپوښتنې ښيي چې مخالف کانديد ٤١ کلن ولاديمير زيلينسکي د پام وړ مخکې دى.

په يوه نظرپوښتنه کې چې تېره پنجشنبه خپره شوه، په سلو کې نږدې ٥٨ برخوالو ويلي وو چې دوى به زيلينسکي ته رأيه ورکړي، نږدې ٢٢ فيصده نورو ويلي وو چې دوى پروشينکو ته رأيه ورکوي.

ښاغلي زيلينسکي چې تر ډېره خپل انتخاباتي کمپاين د ټولنيزو رسنيو له لارې پرمخ بیولى، د پالېسيو په اړه يې له بحثونو ډډه کړې ده.

خو په اوکراين کې موجود اقتصادي بحران، اداري فساد او د اوکراين په ختيځ کې پنځه کلنې جګړې د زيلينسکي له کمپاين سره مرسته کړې ده.

زيلينسکي تېره جمعه له ولسمشر پروشينکو سره په کييف کې په يوه مناظره کې وويل، دى يو سياستوال نه، بلکې يو عادي وګړى دى چې د سېستم د ماتولو لپاره راغلى دى.