په کندوز ښار کې د لومړي ځل لپاره ټرافیکي څراغونه نصب شول

په کندز ښار کې ټرافیکي اشارې

په کندوز ښار کې د لومړي ځل لپاره ټرافیکي څراغونه نصب شول.

د کندوز ښار په واټونو کې له څو لسیزو راهیسې ټرافیکي څراغونه نه وو او اوس چې په ښار کې د موټرو شمېر زیات شوی، د ټرافیکي اشارو نشتوالي د پلیو او موټرچلوونکو ستونزې لا زیاتې کړې وې.

د دې ولایت د ټرافیکو رئيس وايي چې د ټرافیکي څراغونو له نصب کېدو سره به د ښاریانو ستونزې تر یوه حده حل شي.