د نیمروز ګمرک به له دې وروسته ۲۴ ساعته پرانیستی وي

د نیمروز ولایت ګمرک به له دې وروسته ۲۴ ساعته پرانیستی وي.

د افغانستان د ګمرکونو رئيس احمد رشاد پوپل پرون نیمروز ته لاړ او د دغه ولایت د ګمرکي خدماتو د ۲۴ ساعته کولو د اعلان ترڅنګ یې د ګمرکي عوایدو د ډېرېدو او د ګمرکي خدماتو پر ښه کېدو یې د دغه ولایت د ګمرک له مسؤلانو سره خبرې وکړې.

ده د ایران د ګمرک له مسؤلانو هم وغوښتل چې خپل ګمرکي خدمات د افغانستان په شان ۲۴ ساعته کړي.