په سريلانکا کې نن د څو چاودنو په نتيجه کې تر ۲۰۰ زيات کسان وژل شوي او تر ٥٠٠ زيات نور ټپيان شوي دي..
دا چاودنې د کلیساوو په شمول چې د مسیحیانو اختر پکې لمانځل کېده، په بېلابېلو ځایونو کې شوي دي.
درې چاودنې د پلازمېنې کولمبو د شمال د نیګومبو ښارګي په درېيو کلیساوو کې شوي دي، بله چاودنه د کولمبو د ختیځ په ۲۵۰ کیلومترۍ کې په باتیکالوا کې شوې ده.
پوليس وايي، درې نورې چاودنې په پنځه ستوريزو هوټلونو کې شوي دي.
راپورونه وايي، په پلازمېنه کې د وژل شويو په ډله کې ۲۷ تنه بهرنيان هم شامل دي.
د سريلانکا د ماليې وزير منګالا سمارا ويرا په ټوېټر ليکلي:
"داسې ښکاري چې دا حملې د وژنو، ټپي کولو او انارشۍ لپاره تنظيم شوې وې او ګڼ بې ګناه انسانان يې ووژل."
تر اوسه پورې هېڅ چا د دې حملو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.