د ليبيا د پلازمېنې طرابلس په جنوبي سيمو کې پرون درنې جګړې پيل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې پر دغه ښار د ولکې ټينګولو لپاره د دوو اوونيو په جګړه کې د وژل شويو کسانو شمېر تر ٢٢٠ اوښتى دى.
ليبيا په ختيځ او لوېديځ کې د دوو سيالو حکومتونو ترمنځ وېشل شوې ده.
جګړه د قوماندان خليفه حفتر تر مشرۍ لاندې د ليبيا د ملي پوځ په نوم د ځواک او د هغو ملېشه وو ترمنځ روانه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا په رسميت پېژندل شوي او د ملي يووالي حکومت ته وفادار دي.
په طرابلس کې د ملي يووالي حکومت ته وفادارو ځواکونو ويلي چې د حفتر د جنګياليو په وړاندې يې پرون ځوابي حمله کړې ده.
حفتر د ملي يووالي حکومت پرخلاف د اپرېل پر څلورمه جګړه پيل کړله.
دى د ليبيا په ختيځ کې د هغه حکومت ملاتړ کوي چې د طرابس د حکومت حاکميت په رسميت نه پېژني.