د قزاقستان په جنوب کې د يوه بس د ټکر په نتيجه کې لږترلږه ١١ کسان مړه او شااوخوا ٣٠ تنه نور ټپيان شول.
پېښه پر هغه لار شوې چې پناه غوښتونکي ورڅخه له منځنۍ اسيا روسيې ته د تګ لپاره ګټه اخلي.
د قزاقستان د کورنيو چارو وزارت پرون شنبه وويل چې پېښه پرون سهار د الماتې- تاشکند پر يوه لار شوې ده.
چارواکي وايي، د پېښې په قربانيانو کې قزاقان او ازبکان شامل دي.
د قزاقستان موقت ولسمشر قاسم ژومرت توکايف د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښوولې ده.