په سوريه کې فعالان او يوه څارونکې ډله وايي، د داعش او په القاعده پورې د تړلو وسله والو په جلا جلا حملو کې نږدې ٥٠ دولتي سرتېري او د هغوى متحد جنګيالي وژل شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې پرون وويل، په القاعده پورې د تړلې ډلې حيات تحرير الشام وسله والو پرون د حلب ښار په لوېديځ کې پر دولتي ځواکونو حمله وکړه.
د دې ادارې په خبره، په دې پېښه کې ٢١ سرتېري او د هغوى متحد جنګيالي ووژل شول.
که څه هم په دې سيمه کې په سپټمبر مياشت کې پر يوه لنډمهاله اوربند موافقه شوې ده، خو لا هم سخته ناامنه ګڼل کېږي.
په بله پېښه کې، د پنجشنبې پر سهار د داعش افراطي وسله والو د مرکزي ولايت حمص په يوه دښته کې دولتي ځواکونو ته کمين نيولى و چې وروسته دوه ورځنۍ جګړه وشوه.
د سوريې د بشري حقونو د څار اداره وايي، په دې جګړه کې د ٤ افسرانو په ګډون ٢٧ سرتېري ووژل شول.
د ليوا القدس په نوم يوې دولت پلوې ملېشه ډلې د کمين خبر تأييد کړى او ويلي يې دي چې دوى د السُخنا په نوم د ښارګوټي په ختيځ کې د دوو محاصره شويو ساحو د ازادولو لپاره خپل جنګيالي لېږلي وو.