نوري: ځانګړو افغان ځواکونو په غرني کې ۹ وسله وال طالبان وژلي

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري

د غزني ولايت چارواکي وايي، په ګیلان ولسوالۍ کې ځيني وسله وال وژل شوي او څو تنه يې نيول شوي دي.

د والي ویاند محمد عارف نوري پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل:

"د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور یې له وسلو او مهماتو سره یوځای نیول شوي دي."

ښاغلى نوري وايي، په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو ۲۲ عرادې بېلابېل ډوله نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، د بريد خبر مني، خو وايي چې امنيتي ځواکونو ملکيان وژلي دي.