ترکیه: د افغان-ترک ښوونځي د ترکيې د پوهنې وزارت چوکاټ ته انتقالېږي

ارشیف، په جوزجان ولایت کې د افغان-ترک د یوه ښوونځي زده کوونکي

د ترکيې د پوهنې وزارت يو چارواکى وايي، په افغانستان کې د افغان-ترک ټول ښوونځي د ترکيې د پوهنې وزارت چوکاټ ته انتقالېږي.

د ترکيې د پوهنې وزارت معين ريها ديني ميچ پرون په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، په دې اړه دوه مياشتې مخکې له افغان حکومت سره يو تفاهم شوى دى.

ده زیاته کړه:

"له افغان حکومت سره د تفاهم له مخې ١٢ افغان-ترک ښوونځي د ترکيې د پوهنې وزارت چوکاټ ته انتقالېږي، تر دې شېبې پورې ٧ ښوونځي انتقال شوي، پاتې ٥ ښوونځي به هم د پوهنې وزارت چوکاټ ته ولېږدول شي."

په افغانستان کې د افغان- ترک ښوونځيو فعاليت ٢٢ کاله مخکې پيل شو چې په جوزجان، بلخ، کابل، کندهار، هرات او ننګرهار کې د دغو ښوونځيو شمېر ١٢ ته رسېږي.

افغان- ترک ښوونځي په امريکا کې مېشت د مذهبي مشر فتح الله ګولن له خوا اداره کېدل چې په ترکيه کې د ٢٠١٦ م کال د کودتا د ناکامې هڅې په تنظيم تورن شوى دى.

د بلخ پوليس د سلواغې یا دلوې په څلورمه په مزار شريف کې پر افغان-ترک ښوونځيو چاپه اچولې وه، ځيني شااوخوا سل تنه زده کوونکي، ښوونکي او د ښوونځي خدمت کوونکي يې نيولي وو.

په سلواغې مياشت کې په هرات کې د افغان-ترک ښوونځيو اداره د ترکيې د پوهنې بنسټ ته وسپارل شوه.