عمران خان د نایب امین الله خان روغتون محمد اشرف غني ته ډالۍ کوي

آرشیف/ د پاکستان صدراعظم عمران خان

د کابل په لوېدیځ کې د محمد علي جناح ۲۰۰ بستریز روغتون د افغان او پاکستاني چارواکو له لوري پرانیستل شو.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغان ولسمشر د زوکړې په ولایت لوګر کې د پاکستان د ۱۶ ميلیونو امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی د نایب امین الله خان روغتون محمد اشرف غني ته ډالۍ کوي.

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان د شنبې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې د پاکستان د ۲۴ اعشاریه پنځه ميلیونو امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی د محمد علي جناح د ۲۰۰ بستریز روغتون په پرانيستغونډه کې وویل چې پاکستان له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې همکاریو ته ژمن دی.

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان

ده وویل:

"خوشبخت یم چې د دې اعلان کوم چې په لوګر ولایت کې د نایب امین الله خان ۱۰۰ بستریز روغتون چې کار یې بشپړ شوی، نږدې راتلونکې کې افتتاح کېږي، په جلال اباد کې به د پښتورګو د روغتون کار هم ژر بشپړ شي، د لوګر روغتون د عمران خان له لوري جمهور رئیس غني ته یوه ډالۍ ده."

د افغانستان د عامې ورغتیا وزیر مني چې اوس هم په دغه هېواد کې د روغتیا په برخه کې ستونزې موجودې دي.

فیرزوالدین فیرز وايي چې په یو ځل دغه ټولې ستونزې نه شي حل کېدای.

ده وویل:

"په دغه روغتون کې به د داخلې او جراحي ناروغان تداوي کېږي، په دوهم قدم کې به په نږدې راتلونکې کې ان شاالله د پښتورګو پیوند او دغه شان په درېیم قدم کې د سرطان د ناروغانو تداوي هم کېږي."

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د روغتون په پرانيستغونډه کې وویل چې اوس هم د هېواد په ځینو سیمو کې روغتيايي ستونزې پرځای دي او ټینګار یې وکړ چې په ټول هېواد کې باید متوازن روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

نوموړي زیاته کړه:

"د عامې روغتیا وزارت د بودجې امکانات چې نسبتاً په ملي بودجه کې یو لوی رقم دی، په متوازن ډول دې ورنه استفاده وشي، په دې اړه دې د هېواد د سیمو او ولایتونو په ځانګړې توګه، وروسته پاتې او لېرو پرتو سیمو ته زیاته پاملرونه وشي."

د محمد علي جناح روغتون د کابل په لوېدیځ کې په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي، یو شمېر افغانان د پاکستان په یو روغتون کې له عمران خان سره په لیدنه کې له نوموړي غواړي چې له افغانستان سره په روغتیايي برخه او د نورو معیاري روغتونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس، په کلني ډول په هېواد کې د معیاري او پرمختللو روغتونو د نه موجودیت له امله زرګونه افغانان بهر ته سفر کوي او شااوخوا درې سوه ميلیونه ډالر په درملنه لګوي.

راپور: رحمت الله افغان