افغان حکومت: پاکستان هر سیمه ییز هېواد په پرتله د سولې په پروسه کې قوي رول لري

ارشیف، د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

افغان حکومت وایي، پاکستان د بل هر سیمه ییز هېواد په پرتله د سولې په پروسه کې پیاوړی رول لري.

د سولې د هڅو له تېزېدو سره هم مهاله کابل په دغه پروسه کې د بل هر هېواد په پرتله د اسلام اباد رول پیاوړی ګڼي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د شنبې په ورځ د محمد علي جناح روغتون په پرانیست غونډه کې وویل چې د دوو هېوادونو برخلیک له سولې او امنیت سره تړاو لري.

ده زیاته کړه:

"زموږ لېرې او نږدې ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول، د پاکستان اسلامي جمهوري دولت کولای شي چې د هر بل هېواد په پرتله پیاوړی او رغوونکی رول ولري، موږ د پاکستان له دولته تمه لرو او غواړو چې په دغې پروسه کې جدي ونډه واخلي او د افغان دولت د بین الافغاني مذاکراتو له محوریته جدي ملاتړ وکړي."

د افغانستان د سولې پروسه او له طالبانو سره د مذاکراتو خبرې تر بل هر وخته اوس ګرمې دي.

ټاکل شوې وه چې د طالبانو، د ملي یووالي حکومت او افغان سیاسیونو استازي د اپرېل په ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري، خو دغه غونده لغوه شوه.

د ډېرو په خبره، دغه ناسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ښه پیلامه کېدلای شوه.

د امریکا متحده ایالات هم په افغانستان کې د جګړې د ختم او د سولې په ټینګښت ټینګار لري او خپلې هڅې یې پیل کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر دې دمه له طالبانو سره ۵ پړاوه مذاکرات کړي چې د نوموړي په خبره، هیله بخښونکي دي.

د امریکا تر څنګ، د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو رول هم د افغانستان په سوله کې ګټور بلل کېږي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان په دغو مراسمو کې وویل، د هېواد لومړی وزیر یې تمه لري چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.

آرشیف/ د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان

​دی وایي:

"د پاکستان لومړی وزیر عمران خان تمه لري چې په افغانستان کې ثبات، امن او سوله راشي او داسې اسلامي جمهوريت چې له ملي حاکمیته برخمن وي."

افغان حکومت له دې وړاندې په څوځلې ویلي دي چې پاکستان له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره مرسته کوي او تجهیزوي یې او د دغو ډلو د ځپلو په برخه کې یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، هغه تورونه چې د پاکستاني چارواکو له لوري رد شوي دي.

راپور: فېروزه عزیزي