چارواکي: په زابل کې په هوايي بریدونو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي

په زابل کې چارواکي وايي، تېره شپه د نوبهار ولسوالۍ په څپلې غره او شهاب سیمو کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال ازادي راډيو ته وويل، په وژل شویو کې بهرني اتباع هم شامل دي.

ده وویل:

"د بهرنیو ترهګرو په شمول چې د بېلابېلو هېوادونو اتباع په کې شامل دي، ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي."

د ښاغلي سیال په وینا، دې عملیاتو کې اووه وسله وال ټپیان شوي هم دي.

طالب وسله والو تر اوسه د حکومتي لوري د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قل اردو مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي وو چې په زابل او ارزګان کې یې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات د جمعې د ورځې راهېسې د زابل په نوبهار او د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې شوي دي.

ملي اردو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.