ملي اردو: په زابل او ارزګان کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې

ملي اردو وايي، په زابل او ارزګان کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژل شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات د جمعې د ورځې راهېسې د زابل په نوبهار او د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې شوي دي.

ملي اردو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

بل خوا په کاپیسا کې د امنیې قوماندانۍ ویلي چې یو پولیس سرتېری یې تېر ماښام کور ته په لاره د نامعلومو موټرسایکل سپرو په ډزو وژل شوی دی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشايق شورش ازادي راډیو ته ویلي چې بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.