امریکايي څارنوالانو ماریا بوتینا ته د ۱۸ میاشتو د بند سزا غوښتې

د امریکا بیرغ

امریکايي څارنوالان د خپل هېواد له یوه قاضي غواړي چې روسۍ وګړې ماریا بوتینا ته دې د اتلس میاشتو بند سزا ورکړي.

نوموړې تېر کال د ناراجسټر شوې بهرنۍ ایجنټې په توګه د توطیې تور ومانه.

امریکايي څارنوالانو محکمې ته په یوه یاداښت کې لیکلي:

"په دې قضیه کې ترسره شوي فعالیتونه د روسیې د هغې لویې توطیې برخه ده چې غواړي معلومات راټول کړي او د اړیکو او ارتباطاتو داسې چینلونه رامنځته کړي چې د روسیې د فدراسیون په ګټه ترې کار واخیستل شي."

بوتینا په تېر ډېسمبر کې خپل جرم ومانه او توافق یې وکړ چې له پلټونکو سره به همکاري کوي، ټاکل شوې چې د اپرېل په ۲۶ مه نېټه د واشنګټن فډرالي محکمه پر نوموړې د سزا حکم وکړي.

نوموړې چې په تېره جولای میاشت کې د نیول کېدو راهېسې په زندان کې ده، تر پنځو کلونو پورې په بند محکومېدای شي.

د ماریا بوتینا نیونې او پرې د تورونو لګولو د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي.