د اوکراین مخکښو کاندیدانو د زرګونو خلکو پر وړانې مخامخ خبرې وکړي

په انځور کې د اوکراین د ولسمشرۍ مخکښ کاندیدان له ښي لوري، د اوکراین پېژندل شوی کمېډین ولادیمیر زيلينسکي او د دغه هېواد ولسمشر پټرو پروشینکو د وینا په حال کې

په اوکراین کې د جمهوري ریاست دوو مخکښو کاندیدانو پټرو پروشینکو او ولادیمیر زيلينسکي پرون د اپرېل په نولسمه د زرګونو کسانو په حضور کې مخامخ بحث وکړ.

د دواړو کاندیدانو دا بحث د کیف ښار د المپيک په لوبغالي کې وشو چې په اوکراین کې ساری نه لري.

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو د جمهوري ریاست د یوې بلې دورې لپاره کمپاین کوي.

د هغه په وړاندې د اوکراین پېژندل شوی کمېډین ولادیمیر زيلينسکي له مهمو کاندیدانو دی.

پروشینکو او زيلينسکي په پروني بحث کې یو وار بیا له موقع کار واخیست او په ستډیوم کې له زرګونو اوکراینیانو یې غوښتنه وکړه چې رأیه ورکړي.

د یکشنبې په ورځ به په اوکراین کې د جمهوري ریاست بیا ځلي انتخابات وشي.