د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د قضايي چارو کمېټې په رسمي احضارلیک کې غوښتي چې د ځانګړي مفتش رابرټ مولر رپوټ دې په بشپړ ډول ورته وسپارل شي.
دې کمېټې ویلي چې د دې رپوټ هغه خلاصه شوې کاپي چې د لوي څارنوال ویلیم بار له لوري ورته سپارل شوې، د کانګرس د ډېرو غړو له نظره کافي وضاحت نه ورکوي.
ځانګړي مفتش رابرټ مولر په دې اړه چې روسیې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې که نه او د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ انتخاباتي کمپاین له روسیې سره څه ډول اړیکې درلودې، د خپلو څېړنو پایلې په یوه رپوټ کې لوی څارنوال ته وسپارلې.
د مولر رپوټ ۴۴۸ مخه دی.
د لوی څارنوال دفتر دا رپوټ خلاصه کړ، ډېر مواد یې ورڅخه وایستل او بیا یې په کانګرس کې د استازو د جرګې د قضايي چارو کمېټې ته د لوستلو لپاره ور واستاوه.
د دې کمېټې مشر ډموکرات جرولد نادلر پرون د اپرېل په نولسمه وویل چې داسې څرګندېږي چې د مولر د څېړنې مهمې برخې له هغه رپوټه چې دوی ته وړاندې شوی، ایستل شوې دي.
لوی څارنوال ته د مې د میاشتې تر لومړۍ نېټې وخت ورکړ شوی چې بشپړ رپوټ ور واستوي.
هغه څارنوالۍ ته په استولي مکتوب کې لیکلي چې د قضايي چارو کمېټه حق لري چې بشپړ رپوټ تر لاسه کړي.
خو په همدې کمېټه کې جمهوري غوښتونکي دګ کولینز ویلي چې جرولد نادلر د سیاسي ګټې لپاره داغوښتنه کړې ده.