کورنیو چارو وزارت: په هرات کې چاودنې ۳امنیتي کارکوونکي وژلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې په هرات ولایت کې په یوه موټر کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو د چاودنې له کبله درې امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته وویل، د ملي امنیت کارکوونکي یو مشکوک موټر پیژندلی و چې چاودیدونکي مواد په‌کې ځای پرځای شوي وو.

د ښاغلي رحیمي په خبره تخنیکي ډلې د دې موادو د شنډولو هڅه کوله چې چاودنه وشوه.

نوموړي وویل چې په‌دې پېښه کې د ملي امنیت ریاست دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي هم دي.

دا پیښه نن مازدیګر په هرات کې د ملي امنیت ریاست ته څېرمه شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.