د ننګرهار چارواکي: یو قومي مشر د وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووژل شو

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي

د ننګرهار چارواکي تأییدوي چې نن د دې ولایت یو قومي مشر د وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل:

"د جلال آباد ښار دوهمه ناحیه انګور باغ سیمه کې د الفتح په نوم جومات کې وسله‌والو تروریستانو د هسکې مینې یو قومي مشر داسې مهال چې د جمعې لمانځه ته تللی وو، په ډزو وژلی دی."

د دې پېښې اصلي دلیل معلوم نه‌دی، خو د ننګرهار چارواکي وایي، تر دې وړاندې هم وسله‌والو تروریستانو د دې ولایت په جوماتونو کې ورته بریدونه کړي دي او ملکي خلک یې په نښه کړي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.