په شمالي ایرلنډ یوه خبریاله وژل شوې ده

په شمالي ایرلنډ کې یو پولیس چېرته چې خبریاله وژل شوې وه. April 19, 2019

د شمالي ایرلنډ په لندندري ښار کې د تېرې شپې تاوتریخوالي له کبله یوه خبریاله وژل شوې ده.

پولیس واېي، د نوي ای آر اې په نوم یوې ناراضي ډلې باندې شک لري چې پر ۲۹ کلنې لیرا مککي یې ډزې کړي دي.

مککي د بلوا پر مهال په لنډرو ورز سیمه کې وه، هغه ځای کې پټرولي بمونه، خښتې او بوتلونه د پولیسو پر لور ویشتل کېدل.

دغې خبریالې په خپل وروستي ټویټ کې د پولیسو او بلواګرو ترمنځ نښته یو لیونتوب بللی وو.