شاناهان: د شمالي کوریا له‌خوا آزمویل شوې، بالسټیک توغندۍ نه و

په واشنگټن د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان په یوه خبري غونډه کې. March 20, 2019

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست ویلي، هغه وروستۍ وسله چې د شمالي کوریا له‌خوا آزمویل شوې، بالسټیک توغندۍ نه و.

پاتریک شاناهان د پنجشنبې په ورځ د دفاع وزارت په مقر کې دا خبره خبریالانو ته وکړه.

ښاغلي شاناهان دغه راز ویلي چې امریکایي ځواکونو په جنوبي کوریا کې خپل تیارسی حالت نه‌دی بدل کړی.

هغه د شمالي کوریا له‌خوا د نوي ازمویل شوې وسلې په اړه نور جزئیات ورنه‌کړل.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دې هېواد مشر کېم جونګ اون د یوې نوي تاکتیکي وسلې چې په یوې پیاوړې سرګلولې سمبال ده، د ازموینې څارنه وکړه.