ټاکل شوې د اوکراین د ولسمشرۍ انتخاباتو د دوهمې دورې دوه نوماندان نن په یوې مناظرې کې ګډون وکړي.
دغه مناظره چې د اوکراین په سیاسي تاریخ کې بېسارې بلل کېږي، د اوکرایني هنرمند او کمېډین ولادیمیر زیلنسکي او اوسني ولسمشر پترو پروشنکو ترمنځ د کیف په یوه سټډیوم کې ترسره کېږي.
دا سټډیوم د اویا زره کسانو د ګډون ګنجایش لري.
ټاکل شوې د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخاباتو دوهمه دوره د اپریل پر ۲۱مه ترسره شي.
پترو پروشنکو په یوې ټلوېزوني وینا کې له رأيې ورکوونکو غوښتي چې د ده ملاتړ وکړي.