چارواکي: د فاریاب په دوو ولسوالیو کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د فاریاب د امنیه قوماندان ویاند عبدالکریم یورش

د فاریاب امنیه قوماندانۍ وایي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو پر دوو ولسوالیو بریدونه کړي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندان ویاند عبدالکریم یورش نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا بریدونه په دولت‌اباد او قیصار ولسوالیو کې شوي دي چې د حکومتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.

د ښاغلي یورش په خبره وسله‌والو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ته په‌دې بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"تېره شپه یو ځل بیا طالبانو پر دوو ولسوالیو تهاجمي بریدونه وکړل چې د افغان امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو په همکارۍ په شا وتمبول شول. په نتیجه کې په دولت اباد ولسوالۍ کې ۳ تنه طالبان وژل شوي، دوه ټپیان دي او په قیصار ولسوالۍ کې ۷ تنه طالبان وژل شوي او ۵ ټپیان دي. زموږ امنیتي ځواکونه هم ۴ تنه وژل شوي او دوه ټپیان لرو."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه تبصره نه‌ده کړې.