په کندز کې د خپل‌سرو وسله‌والو یو مهم قوماندان ونېول شو

ارشیف، د کندز امام صاحب ولسوالۍ

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د خپل‌سرو وسله‌والو یو مهم قوماندان ونېول شو.

د دغه ولایت د والي ویاند عصمت الله مرادي نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا قوماندان ارباب حمیدالله نومېږي او تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

د ښاغلي مرادي په خبره دغه قوماندان د انسان ځورونو، خپل‌سریو، وژنو، انسان تښتونو، باج ګیریو او د قانون ماتونې په ګڼو پېښو کې ښکېل وو.

مرادي زیاتوي چې ارباب حمیدالله نه یوازې په امام صاحب ولسوالۍ کې بلکې د شاوخوا نورو سیمو کې هم په خپل‌سرو تخریبي فعالیتونو بوخت و چې خلکو یې په پرله‌پسې ډول د نیولو غوښتنه کوله.