خلیل‌زاد په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو په ځنډېدو خواشینی ښودلې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیل‌زاد. 2019 01 April

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو په ځنډېدو خواشینی ښودلې او ویلي یې دي چې له ښکېلو اړخونو سره په تماس کې دی او هغوی هڅوي چې خبرو اترو ته ژمن پاتې شي.

زلمي خلیل‌زاد تېره شپه ناوخته وروسته له هغې چې افغان حکومت د قطر د غونډې د لغوه کېدو اعلان وکړ، پر خپل ټویټر ولیکل چې خبرې اترې د سیاسي هواري او دوامدارې سولې یو مهم ټکی دی او بل بدیل نه‌لري.

نوموړي پر ټولو خواوو غږ کړی چې له فرصته دې استفاده وکړي او د غونډې د ګډون‌والو په یو داسې لېست دې سره سلا شي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.

نوموړي زیاته کړه، که ده ته د مرستې اړتیا پېښه شي، مرستې ته چمتو دی.

د ارګ ماڼۍ تېره شپه په یوې اعلامیه کې د دوحې د ناستې د لغوه کېدو علت دوحې ته د تلونکي افغان پلاوي په منلو کې د قطر پاتې راتلل بلل شوي.

د افغانستان حکومت تېره سې شنبه د افغان سیاست‌والو، حکومتي چارواکو، مدني فعالانو، افغان ښځو او خبریالانو ۲۵۰ کسیزه لېسټ خپور کړ چې تمه وه د قطر په بین‌الافغاني ناسته کې ګډون وکړي.

تر دې مخکې طالبانو د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د افغانستان له لوري خپور شوی لېسټ اوږد او نه مننونکی بللی وو.

د دوحې د شخړو او بشري مرستو مرکز چې د دې غونډې کوربه‌توب یې کاوه، هم تأیید کړې چې د غونډې د ګډون‌والو پر سر لا هم هوکړه نه‌ده شوې او په دې برخه کې یې یوې اجماع ته اړتیا شته.

د دې ادارې مشر سلطان برکات په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټول ښکېل لوري دوحې ته د راتلونکو استازو د شمېر پرسر د اختلافونو د هوارولو لپاره کار په ګډه کوي.

څرګنده نه‌ده چې د ګډون‌والو د لېست پر سر راپورته شوي اختلافات به کله هوار شي؟