د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د تورونو د ادعا د خاص څارنوال رابرټ مولر یو ایډيټ شوی رپوټ پرون کانګرس ته ورکړل شو.
په دې اړه نور: په واشنګټن کې ډموکراتانو پر لوى څارنوال ويليام بار تور لګولىد امریکا لوی څارنوال ویلیام بار وايي، د رابرټ مولر څېړنې ښيې چې د روسیې دولت د امریکا په ترسره شویو انتخاباتو کې د لاسوهنې هڅه کړې وه.
رابرټ مولر د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې چې په مټ یې ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ ته ورسېد د روسیې د لاسوهنو تورونه څېړل.
د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار بیا دا ویلي چې د څېړنو په پایله کې د روسیې پهدې هڅه کې د ډونالډ ټرمپ یا د هغه د انتخاباتي ټیم د سازش په اړه شواهد نهدي پیدا شوي:
"د خاص څارنوال رابرټ مولر رپوټ دا څرګندوي چې د ده څېړنو نهده ثابته کړې چې د ټرمپ د کمپاین غړیو د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې له حکومت سره په لاسوهنه کې همغږي یا لاس یو کړی وي."
څارنوال بار پرون پنجشنبه په واشنګټن کې یوه کنفرانس ته غږېده او دا بیان یې ورکړ.
د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار په یوه خبري غونډه کې, April 18, 2019
تردې کنفرانس مخکې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د تورونو خاص څارنوال رابرټ مولر د خپلو څېړنو یو ایډیټ شوی څلور سوه مخیزه رپوټ خپور کړ.
په دې اړه نور: د امريکا لوى څارنوال د رابرټ مولر د راپور اصلاح شوې بڼه خپرويد پنجشنبې په ورځ د دغه رپوټ بیا کتل شوې بڼه کانګرس ته په سپارل کېدو سربېره په انټرنیټ هم خپره شوه.
اخوا د امریکا متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د رابرټ مولر د څېړنو د بیا کتل شوي رپوټ د خپرېدو په غبرګون کې ویلي چې نه کوم جوړجاړی شوی او نه هم د څېړنو مخه نیول شوې.
ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې دا خبره وکړه:
"ما هم ښه ورځ تېره کړه. ویل شوي چې کوم سازش نهدی شوی او نه هم د څېړنو ممانعت شوی. دا هېڅکله هم نهدي شوي او نه به وشي او موږ باید په مسایلو سر خلاص کړو."
ډموکراټانو په واشنګټن کې د امریکا لوی څارنوال تورن کړی چې هڅه کوي، څو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د خپاره شوي رپوټ د منفي موندونو په وړاندې دفاع وکړي.
د امریکا د استازیو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي چې ویلیام بار د هغې په خبره په "سرڅرخوونکې" هڅه کې ښکېل دی چې د ټرمپ د ادارې له خوا د مولر د راپور د مثبت ښودلو په هدف ترسره کیږي.
په روسیه کې د ولسمشرۍ ویاند دمیتري پسکوف بیا د امریکا د خاص څارنوال له خوا د امریکا په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د تورونو په اړه خپور شوی رپوټ رد کړی او بې اهمیته یې بللی دی.
صفيالله ستانکزی