د افغانستان ولسمشري ماڼي وایي، د قطر بینالافغاني ناسته لغوه شوه.
له ارګه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي له هغې وروسته چې افغان حکومت پهدې ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوی لېست اعلان کړ، تېره شپه د قطر دولت پهدې کنفرانس کې د ګډون لپاره یو بل نوملړ را واستوه چې افغان حکومت ته د منلو وړ نهوو.
- دا چې د دې غونډې د لغوه کېدو اصلي علت رښتیا هم په لېست کې د قطر مداخله ده که بل څه؟
- او د دې غونډې لغوه کېدل به د سولې د روان بهیر څه اغیز ولري؟
د ازادي راډیو خبریال اجمل اند په امریکا کې د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو د استاد ډاکټر احمد ویس وردګ سره په یوه مرکه کې دا مسئلې څېړلې دي.
په سر کې یې له ښاغلي وردګ پوښتلي چې د ده په باور د قطر د غونډې د لغوه کیدو اصلي علت څه دی؟
Your browser doesn’t support HTML5